ايران د اروپايي ټولنې او بريتانيا پر ځينو تصديو او شخصيتونو بنديزونه لګولي
CMG2023/02/23 10:26:01
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد يې د اروپايي ټولنې پر ۱۳ تصديو، د دې ټولنې پر ۱۵ شخصيتونو او ۸ بريتانويانو بنديزونه لګولي دي.

اعلاميه وايي، چې د ايران د بنديزونو په لېست کې د اروپايي ټولنې څو پوځي تصدۍ او د اروپايي هېوادونو يو شمېر وزيران او پارلماني غړي او د اروپايي پارلمان څو غړي شامل دي او د ايران په پولي او بانکي سيسټم کې د دوی حسابونه يې کنګل کړي او د ويزې محدوديتونه يې پرې لګولي دي.

د ايران له يادو بنديزونو مخکې، اروپايي ټولنې د روانې میاشتې په شلمې نېټې د دغه هېواد د دوو وزيرانو په شمول پر ۳۲  شخصيتونو او تصديو بنديزونه لګولي دي.

(غوټول)