عراق له دوو چيني تصديو سره د نفتو او ګازو د کشف او استخراج تړونونه لاسليک کړل
CMG2023/02/23 14:59:28
شريکول:

د عراق حکومت د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې د چيني تصديو په شمول درېيو شرکتونو سره د نفتو او ګازو د کشف او استخراج تړونونه لاسليک کړي دي.

ياد شرکتونه به د عراق په شپږو سيمو کې د نفتو او ګازو د کشف او استخراج په اړه څېړنې وکړي.

د مالوماتو له مخې، د چين د (Geo-Jade Petroleum Corporation ) ګیو- جېدې نفتو او ګازو تصدۍ به د عراق په ختيځ کې د دياله ايالت او په جنوب ميسان ایالت کې د نفتو او ګازو استخراج پېل کړي او د دې هېواد يوه بله تصدي به د عراق په جنوب کې د بصره ايالت په يوې سيمې کې او د عربي متحده امارات د تیلو شرکت به په دیاله او بصره ایالتونو کې د نفتو او ګازو د کشف او استخراج چارې ترسره کړي.

د عراق صدراعظم محمد شياع السوداني په همدې ورځ پلازمېنې بغداد کې د دغو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و.  

نوموړي ويلي، چې عراق د طبيعي ګازو نړيوال بازار ته د ننوتو پلانونه پرمخ وړي او په هېواد کې يې د برېښنا کمښت عمده لامل د سون موادو کموالی بللی دى او تمه يې ښودلې، چې هېواد به یې په درېيو کالونو کې پر طبيعي ګازو بسیا شي.