سلګونو يونانيانو په پلازمېنې اتن ښار کې د انتوني بلينکن د سفر ضد لاريون ترسره کړی
CMG2023/02/23 10:09:07
شريکول:

د يونان سلګونو خلکو د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې په پلازمېنې اتن ښار کې د امريکا سفارت مخې ته لاريون کړی او دغه هېواد ته د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن د سفر ضد شعارونه يې ورکړي دي.

انتوني بلينکن د روانې مياشتې په شلمې نېټې له يونان څخه دوه ورځنۍ ليدنه کړې ده.

 د يونان خبري رسنيو ويلي، چې لاريونوال د امريکا سفارت مخې ته راټول شوي وو او د بلينکن د سفر ضد شعارونه يې ورکړي دي او نوموړی یې د هرکلي شخص نه دی بللی.

لاريونوالو په لاسونو کې بينرونه لېږدول او د يونان له حکومته يې غوښتي، چې له ناټو څخه ووځي او په دغه هېواد کې د امريکا پوځي اډې وتړي.

دوی په اوکراين کې د امريکا او ناټو له لاسوهنې سره هم مخالفت څرګند کړی او پر واشنګټن يې غږ کړی، چې په نورو هيوادونو کې له پوځي لاسوهنو ډډه وکړي.

(غاټول)