د چین د داخلي مغولستان د الاشان په ځوه چي سیمې کې د سکرو کان کې د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې د سکرو يو کان نړيدلی، چې له امله يې تر دې دمه ۲ کسان مړه او ۶ ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي، چې په ياد کان کې ۵۳ کسان لا هم بند پاتې دي.
د چین دولت رئيس شي جين پينګ اړوندو ادارو ته د دغې پېښې په اړه مهمې لارښوونې کړي، چې په کان کې د بندو کسانو د ژغورولو، د ټپيانو درملنې او د مړه شویو کسانو له کورنیو سره د همدردۍ لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، په علمي لارو چارو باید کان کې بند کسان وژغوري او د څار کارونه دې پياوړي کړي او د ورته پېښو د بیا پېښېدو مخه دې ونيسي.
نوموړي ويلي، چې اړوندې ادارې باید د دې پېښې لامل جدي وپلټي او پړو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.
د چین صدراعظم لي که چیانګ اړوندو ادارو ته لارښوونه کړي، چې د یادې پېښې لامل ډېر ژر مالوم او پر وخت دې مالومات خپاره کړي او له پړو کسانو سره دې له قانون سره سم چلند وشي او اړوند ارګانونه باید د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره اغېزناک تدبیرونه ونیسي.
د مالوماتو له مخې، د ياد سکرو کان کې د بندو کسانو د ژغورنې کارونه روان دي.
(هیله)