په ايران کې د يوې چورلکې د لوېدو له امله ۱۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/02/24 11:13:24
شريکول:

د ايران په جنوب کرمان ولايت کې د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې يوه چورلکه لوېدلې، چې له امله يې يو تن وژل شوی او د دغه هېواد د سپورټ او ځوانانو چارو وزير حامد صيجدي په شمول ۱۷تنه ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، چې دغه چورلکه د کرمان ولايت د بافت ښار په يو سپورټي ډګر کې د ښکته کېدو پر مهال غورځېدلې ده. د يادې پېښې په اړه پلټنه روانه ده.