اسرائيلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر پوځي هدف بريد کړی
CMG2023/02/24 15:10:53
شريکول:

د اسرائيل جنګي الوتکې د فبرورۍ د ۲۳مې نېټې په سهار په غزه کې د حماس پر يوه پوځي هدف بريد کړی دی.

اسرائيلي ځواکونو ويلي، چې ياد بريد يې له غزې د توغنديو د توغولو په غبرګون کې کړی، خو د مرګژوبلې په اړه يې مالومات نه دي ورکړي.

د ۲۰۲۳م کال له پېل راهیسې، د فلسطین او اسرائیل تر منځ اړيکې تاوجنې او ترينګلې شوې دي.

فلسطین څه موده مخکې له اسرائیل سره د امنیتي همکاریو تړون وځنډاوه او اسرائیل يې په غبرګون کې د فلسطینیانو پر ضد د یو لړ اقداماتو اعلان کړی دی.