د چين د دفاع وزارت مطبوعاتي وياند تان که فې د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به يې هېڅکله او هېڅوجه د اټومي وسلو د نه لومړي کارولو پاليسي مراعاتوي او ژمنه کوي، چې د ذروي وسلو نه لرونکو هېوادونو او سيمو پر وړاندې به اټومي وسلې ونه کاروي، بلکې د کارولو ګواښ به يې هم ونه کړي.
نوموړي زياته کړې، چې چين به له هيڅ هېواد سره د اټومي وسلو سيالي ونه کړي او د خپل هېواد د خونديتوب په موخه يې خپل ځواکونه ساتلي دي.
امريکا د اټومي وسلو د ګواښونو په اړه چين ته ګوته نيسي، خو حقیقت دا دی، چې واشنګټن د ذروي وسلو د پرخوالو او د نظامي تسلط د ساتلو لپاره پلمې لټوي.