چين: څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه امريکا ده
CMG2023/02/24 12:04:24
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو  وزارت ویاند نید پرایس په وروستيو کې ويلي، چې واشنګټن د چين او روسيې په اړيکو او ګډ راتلونکي اندېښنه لري.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، حقیقت او د اندېښې وړ خبره دا ده، چې امريکې د نړۍ سولې او ثبات ته سخت زيانونه رسولي دي.

وانګ ون بين ويلي، د چين او روسيې تر منځ اړيکې د ناپيليتوب، غيرتقابل او د هېڅ دريېمې خوا د نه پر وړاندې کولو پر بنسټ جوړې شوي او د نړۍ د سولې او ثبات په ساتلو کې يې مهم رول درلودلی او د انديښنې وړ پکې څه نه ليدل کيږي.

نوموړي زياته کړې، چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو لوی جنګ جوړونکی هېواد دی.

مالومات ښيي، چې امريکې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ له ۵۰ څخه د ډېرو حکومتونو د ړنګولو هڅه کړې، لږ تر لږه د ۳۰ هیوادونو په ټاکنو کې یې لاسوهنې کړي او له ۵۰ څخه د ډېرو بهرنيو مشرانو د ترور هڅې يې کړې ډي.

ناټو د امريکې په مشرۍ په افغانستان، عراق او سوریې کې تر ۹۰۰ زرو زیات کسان وژلي او ۳۷ میلیونه يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

که د امریکا د بادارۍ پالیسي او جنګي تمایلات همداسې دوام ومومي، نو ګرانه ده، چې په نړۍ کې سوله راشي.