شي جين پينګ او پنګ لي يوان د کمبوډيا له پاچا نورودوم سيهاموني او ملکې مورموني نات سره وکتل
CMG2023/02/24 17:31:05
شريکول:

 

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ او د هغه مېرمنې پنګ لي يوان د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې په بېجينګ کې د کمبوډيا له پاچا نوردوم سيهاموني او ملکې مورموني نات سره  کتلي دي.

د کمبوډيا پاچا نوردوم سيهاموني او ملکه موني نات د طبي معايناتو په پار بېجينګ ته تللي او د چين دولت رئیس شي جين پيننګ ورته ښه راغلاست ویلی دی.

  شي جين پينګ  له نوموړو سره د لېدنې پرمهال ويلي، چې چين او کمبوډيا د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدوله  ٦٥ کلونو راهيسې، د نړيوالو حالاتو له بدلون سره سره دوستي ټينګه ساتلې او د اړيکو يوه بېلګه يې جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، د چين کمونېست ګوند د ټولو قومونو د خلکو په مشرۍ د چيني شکله عصري کېدو له لارې د ملت دارمانونو د پوره کولو د رهبرۍ دنده پرمخ وړي. شي جين پينګ زياته کړې، چې چين به له کمبوډيا سره همکاريزچوکاټ جوړ کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو بهير به چټک کړي. 

سيهاموني او موني نات په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين له کمبوډيا سره اوږدمهال بې غرضه مرستې کړي او ملاتړ يې ترې کړی دی.

سيهاموني ويلي، چې کمبوډيا د چين پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او لاسته راوړنې يې ستايي.

نوموړي زياته کړې، چې کمبوډيا د رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د پلان او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو د مفکورې ستاينه کوي او غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کاليزې په مناسبت په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي دوستانه تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.