ملګرو ملتونو د اوکراین کړکېچ د سوله ییز حل مسوده تصویب کړه
CMG2023/02/24 10:30:47
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې د اوکراین وضعیت په اړه ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او د اوکراین کړکېچ د سوله ییز حل مسوده يې تصویب کړې ده.

دغه مسوده د نړۍ د ۷۵ هېوادونو لخوا وړاندې شوې وه. 

د چین استازي په يادې غونډې کې ویلي، چې د اوکراین پر کړکېچ کال واوښت، خو لا هم د پراخېدو او سختېدو په حال کې دی او منفي اغېزې يې نورې هم پراخې شوې دي.

نوموړي د اوکراين پر کړکېچ اندېښنه ښودلې او په خپلو خبرو کې يې نړيوالې ټولنې ته د ياد کړکېچ د هواري په موخه ۴ وړانديزونه کړي دي.

1-  نړيواله ټولنه دې د اوکراين د شخړې ښکېل لوري اوربند ته وهڅوي.

۲ـ خبرې اترې او ډیالوګ د اوکراین کړکېچ د حل یوازېنۍ لار ده.

۳ـ نړیواله ټولنه دې د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو لپاره کوښښونه وکړي.

۴ـ نړیواله ټولنه دې د ګډ امنیت او دایمي سولې د عملي کولو لپاره زیارونه وباسي. (هیله)