بېجينګ: امريکا بايد د افغانستان د مرکزي بانک برمته شوې پيسې سمدلاسه بېرته افغانانو ته ورکړي
CMG2023/02/24 19:48:15
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د مرکزي بانک برمته شوې پيسې دې سمدلاسه بېرته افغانانو ته ورکړي او پر دغه هېواد لګول شوي يواړخيزه بنديزونه دې لغوه کړي.

وانګ ون بين وويل، دا پيسې د افغانانو لپاره د هغوی په دې سخت وخت کې ډېر ارزښت لري او د دغه هېواد د ډېرو خلکو ژوند ژغورلای شي او بايد ژر تر ژره د افغانانو د ژوند د ښه والي او د دغه هېواد د بيارغونې په برخو کې ولګول شي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي، چې خپلې کړنې تر تدقيق غور لاندې ونيسي او تېروتنې اصلاح کړي او د افغانستان د سولې او بيارغونې لپاره د خپل مسئوليت د پلي کولو رښتيني ګامونه پورته کړي.