چین: د امریکې د وسلو صادرات د نړۍ او سیمې امنیت ګواښي
CMG2023/02/24 15:10:39
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې ملګرو ملتونو د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د وسلو مسئلې په اړه کاري غونډه ترسره کړې ده.

چین په دغه غونډه کې غیر هېواد ډلو ته د وسلو نه صادرېدو او کړکېچ لرونکو سیمې ته د وسلو د صادرېدو په تړاو سندونه وړاندې کړي، چې له مخې يې بايد په محتاطانه او مسئولانه توګه ترسره شي او له نړیوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې اړوندې چارې او خپله اداره پياوړې کړي.

د چین يادو سندونو د ډېرو هېوادونو ملاتړ خپل کړی، خو امریکې ور سره مخالفت ښودلی دی.

د وانګ ون بین په وينا، شمېرې ښيي، چې د امریکې د وسلو د اوسنيو صادراتو ارزښت د ۲۰۲۲م مالي کال په نسبت نږدې 50 سلنه زیات شوی او د اوکراین کړکېچ يې یو مهم لامل بللی دی.

امریکا او ځيني لوېديځ هېوادونه اوکراين ته پر له پسې وسلې برابروي، چې له امله يې نه یوازې د اوکراین کړکېچ مخ په سختېدو شوی، بلکې ډېرې وسلې يې د نړیوالو جرمي ډلو لخوا اروپا او نورو سیمو ته هم قاچاق شوي دي.

 (هیله)