۱ـ نړيواله ټولنه دې د اوکراين کړکېچ د ښکېلو هېوادونو ملي حاکميت ته درناوی وکړي.
۲ ـ ټول هېوادونه دې د سړې جګړې نظريې پرېږدي.
۳ ـ نړيواله ټولنه دې د اوکراين جګړه پای ته ورسوي.
۴ ـ د اوکراين شخړې ښکېل لوري دې سوله ييزې خبرې پېل کړي.
۵ ـ نړيواله ټولنه دې د اوکراين بشري بحران حل کړي.
۶ ـ د اوکراين د شخړې ښکېلې خواوې دې ملکي وګړي او جنګي اسيران خوندي وساتي.
۷ ـ نړيواله ټولنه دې په اوکراين کې د اټومي بريښناکوټ امنيت وساتي.
۸ ـ نړيواله ټولنه دې ستراتيژيک خطرونه کم او د ذروي او کيمياوي وسلو کارول دې منع اعلان کړي.
۹ ـ نړيواله ټولنه دې د غلو دانو او خوراکي توکو ليږد راليږد تامين کړي.
۱۰ ـ ځيني هيوادونه دې پر نورو يو اړخيز بنديزونه پای ته ورسوي.
۱۱ ـ نړيواله ټولنه دې په توليدي ځنځير کې د عرضې ثابتوالی تامين کړي.
۱۲ ـ نړيواله ټولنه دې په اوکراين کې له جګړې وروسته د بيا رغونې کارونه وهڅوي.