چين: د نورډ سټريم نلليکې د چاودنې مسلکي او عادلانه څېړنه دې وشي
CMG2023/02/24 15:04:28
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په وروستيو کې د روسيې په غوښتنې سره د نورډ سټريم د طبیعي ګازو پر نلليکې د چاودنې په هکله پراخ او هراړخيز بحثونه وکړل . په امنيت شورا کې د چين استازي ویلي چې د دغې چاودنې عادلانه او مسلکې پلټنه د هر هېواد له ګټو سره تړاو لري او هېواد يې د تحقيقاتي بهير له چټکېدو څخه ملاتړ کوي چې حقيقت به ژر تر ژره وموندل شي.

د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په پای کې د  سويډن او ډنمارک په سمندري سيمو کې د نورډ سټريم-۱ او د نورډ سټريم -۲ په نوم د طبيعي ګازو د نلليکې څلور برخې ويجاړې شوې او طبيعي ګاز يې ضايع شوی دی. بېلا بېلې خواوې په دې اند دي چې ځینو هېوادونو په ناوړه توګه دغه نلليکه ويجاړه کړې وه. تر هغه وروسته ډنمارک، جرمني او سويډن د دې پېښې پلټنه پيل کړه، خو تر اوسه پورې پنځه مياشتې تېرې شوې دي او د پېښې لامل او مجرمين يې لا هم نه دي پيدا شوي.د فبرورۍ په اتمه نېټه د امريکا مشهور څېړنيز خبريال سيمور هيش د دې پېښې په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې د ولسمشر جوبايډن تر صلاحيت لاندې دغه چاودنه کړې وه. نړيوالې ټولنې په دې اړه توند غبرګون ښودلی او د دې چاودنې د پلټنې غږ يې پورته کړی دی.

ملګري ملتونه د يوه واکمن نړيوال ارګان په توګه په نړيوالو تحقیقاتو کې مثبت رول لوبولی شي. لکه څنګه چې د امريکا د کولمبيا پوهنتون پروفيسور جيفري ساچس ویلي دي، امنيت شورا د يادې چاودنې پلټنه کوي چې دا د نړۍ پر وړاندې لومړيتوب دی او ترې د زياترو هېوادونو هيله هم ښکارېږي.

لومړی، ياده نلليکه ستر نړيوال تأسیسات او د انرژيو د لېږد عمده لاره ګڼل کېږي. يادې پېښې د انرژیو پر نړيوال بازار او ايکولوژیکي چاپېريال ډېره منفي اغېزه کړې ده. نړيوال د دغې پېښې د حقيقت د معلومولو حق لري او اړوند تحقيقاتي ارګان دې حقيقت روښانه کړي.

هيش په وروستيو ورځو کې خبري رسنيو ته ویلي چې ولې امريکا پر يادې نلليکې چاودنه وکړه، لامل يې دا دی چې هغوی پردې اندېښمن وو چې جرمني ښايي د ژمي په رارسېدو سره پر روسيې بنديز لغوه کړي او د طبيعي ګازو برابرول اعاده کړي. د سويډن د نړيوالې سولې او راتلونکي څېړنې صندوق د فکري مرکز جوړوونکي جون ابيرګ په دې اند دی چې امريکا دغه نلليکه ویجاړه کړې چې همدا د اروپايي ملګرو پر وړاندې اقتصادي جګړه ده.

ډېری شنونکي هم دا نظر لري چې د نورډ سټريم پر نلليکې د چاودنې له امله په اروپا کې د انرژۍ د برابرولو ناورين سخت شوی چې دا د انرژۍ پر نړيوال بازار فشارونه زيات کړي دي. په ورته وخت کې امريکا هم اروپا ته د طبيعي ګازو له صادرولو څخه ډېرې ګټې اخيستې دي. يوه شمېرنه ښيي چې تېر کال له امريکا څخه د اروپايي اتحاديې لخوا د وارد شويو مايع طبيعي ګازو اندازه د دوی د عمومي وارداتي اندازې په سلو کې ۴۱ برخه نيولې چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۱۵۴ برابره زياته شوې ده.

دوهم، دغه پېښې هم پر ايکولوژیکي چاپېريال ډېره منفي اغېزه کړې ده. د دغې پېښې له کبله څو سوه ميليونه مکعب متره طبيعي ګاز له دې نلليکې څخه وتلی او ضايع شوی دی. د امريکا د اريزونا ايالت ساينسپوه جفيري کارګيل دې ته په شارې ويلي چې دغه پېښه د اندېښنې وړ ده، که څوک په ناوړه توګه دغه پېښه کړې وي، نو دا به د چاپېريال لپاره يو لوی زيان او جرم وي.

سربېره پردې دغه پېښه هم يوه سياسي مسئله بلل کېږي، څرنګه چې همدا د اروپا له امنيت او ثبات سره هم تړاو لري. ياده پېښه د اوکراين د کړکېچ پر وړاندې وشوه چې له دې امله يې د سيمې ترينګلتيا او په جګړې کې د ښکېلو خواوو دښمني هم زیاته کړې ده. د دې پېښې عادلانه او مسلکي پلټنه د بېلا بېلو خواوو د معقوله ستراتيژيک قضاوت لپاره ګټوره ده او د خبرو اترو له لارې د اوکراين کړکېچ د لرې کولو لپاره خنډونه هم کمولی شي.

د امريکا ځينو سياستوالو تل ويلي چې امريکا د اصولو پر بنسټ نړيوال نظام ساتي، نو هغوی دې د ملګرو ملتونو لخوا د دغې پېښې له عادلانه پلټنې څخه ملاتړ وکړي څو مجرمينو ته سزا ورکړي او نړيوال عدالت پلی شي. د مهمو نړيوالو تأسيساتو د خونديتوب او د سيمې او نړۍ د سولې او ارامنتيا ساتنه د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده.