د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف له افغانستان څخه ليدنه وکړه
CMG2023/02/24 11:14:14
شريکول:

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف په مشرۍ پاکستاني پلاوي د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې د افغانستان پلازمېنې کابل څخه ليدنه کړې او له افغان لوري څخه يې په سرحدي سیمو کې د وروستيو نښتو د ارامۍ غوښتنه کړې ده.

خواجه اصف او د پاکستان د پوځ څارګرې ادارې يا ای اېس ای مشر نديم انجم په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت د رياست الوزرا له اقتصادي مرستيال ملا عبدلغني برادر سره ليدلي او د دوه اړخيزو اړيکو او اقتصادي او تجارتي همکاريو په هکله يې ورسره بحثونه کړي دي.

د پاکستان حکومت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پلاوی يې له افغان لوري سره په سیمې کې پر ترهګريزو ګواښونو هم غږیدلی دی.

راپورونه وايي، چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي له سفر وروسته د تورخم دروازه بيا پرانيستل شوې ده.