بېجينګ: د نورډ سټريم نلليکې د تخريب د پېښې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له بحث څخه ملاتړ کوي
CMG2023/02/25 11:17:31
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۴ مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين ملګري ملتونه تر ټولو لوی استازيتوب لرونکی نړيوال ارګان بولي، د اړوندو نړيوالو پلټنو او د نړيوالو بنسټيزو تاسيساتو د تامينولو په برخو کې د دغه ارګان له مثبت او رغنده رول څخه او همدارنګه د نورډ سټريم نلليکې د تخريب د پېښې په اړه د امنيت شورا له بحث څخه ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د کلومبيا پوهنتون پروفيسور ساکس پدې وروستيو ورځو کې امنيت شورا ته د نورډ سټریم د نلليکې د تخريب پېښې په اړه يو پيغام لېږلی او غوښتلي يې دي، چې د دې پېښې په اړه پلټڼه ترسره کړي. 

ساکس  ویلي، که څه هم ډنمارک، جرمني او سويډن د دې پېښې په اړه پلټنې پيل  کړي، خو کافي نه دي او امنيت شورا دې هم پلټنه پيل کړي، څو عادلانه، واقعي او باوري نتيجه تامين شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين پدې اړه وویل، چې نورډ سټريم نلليکې مهم نړيوال بنسټيز تاسيسات دي او تخريب يې د انرژۍ پر نړيوال بازار او ايکولوژيکي چاپيريال ډېرې منفي اغېزې لري. ښاغلي وانګ د دې پېښې په اړه واقعي، عادلانه او مسلکي پلټنه ډېره مهمه او اړينه بللې او ويلي يې دي، لکه څنګه چې پروفيسور ساکي ويلي، ډنمارک او جرمني د ناټو غړي دي او سويډن د ناټو د غړيتوب د ترلاسه کولو په هڅه کې دی او ياده پېښه ښايي د ناټو د يوه يا څو غړو هېوادونو لخوا طرحه او ترسره شوې وي.