انتونیو ګوتریس له ډیپلوماټیکې لارې د اوکراین مسئلې د حل غوښتنه وکړه
CMG2023/02/25 14:36:25
شريکول:

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د اوکراين د مسئلې په اړه يوه عامه غونډه وکړه. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس دغې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا له روسیې او اوکراین څخه غوښتنه وکړه، چې له ډیپلوماتیکې لارې شخړې حل کړي او سولې ته یو فرصت ورکړي.

 ګوتریس د جګړې پر ټولو خواوو غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ په پر له پسې توګه د سولې لپاره کوښښ وکړي، د عامو وګړو ساتنه وکړي، د پراخو اغېزو  لرونکو چاودېدونکو وسلو کارول ودروي  او خوندي او بې خنډه بشري مرستندویه لار تضمین کړي.

 ګوتریس غوښتنه وکړه، چې بېلا بېلې خواوې دې ژر تر ژره د زاپوروزای برېښناکوټ د اټومي خوندیتوب د تامین سیمې په اړه موافقه وکړي او پلې کړي، ترڅو د هغو سختو پېښو مخه ونیسي، چې ویجاړونکي پایلې  لري.