له سياسي لارې د اوکراين کړکېچ حلول سم انتخاب دی
CMG2023/02/25 14:27:58
شريکول:

د اوکراين د کړکېچ له پيل څخه د روان کال د فبرورۍ تر ۲۴مې نېټې پورې يو کال پوره شو. په دې يو کال کې دغه کړکېچ نه يوازې د اروپا خونديتوب او ثبات، بلکې نړۍ ته زيات ناڅرګند او ناامنه عوامل رامنځ ته کړي دي. څرنګه دغه جګړه ارامه او پر نړۍ د دغه کړکېچ اغېزې کمې شي؟  په همدې ورځ پر سياسي لارې د اوکراين کړکېچ حلولو په هکله د چين دريځ خپور شو.

د انسانانو په تاريخ کې دوه ځله نړيوالې جګړې او يو وار سړه جګړه رامنځته شوې او د انسانانو تر منځ له دغو ټکرونو څخه ښکارېږي، چې تسلط او باداري غوښتنې، ډله ایيز سياست او مقاومت، يوازې د جګړو او نښتو سبب کیږي. د اوکراين کړکېچ نړۍ ته د خطر زنګ وهلی، دغه راز په نښتو او جګړو کې هېڅ ګټونکې خوا نه شته او خبرې اترې د کړکېچ د حلولو يوازينۍ لاره ده.

چين هېواد د اوکراين په کړکېچ کې ښکېله خوا نه ده، خو ورته په څنګ کې ناست هم نه دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اوکراين کړکېچ د سياسي حل و فصل لپاره د خپل هېواد لوری روښانه کړی او چين تازه د اوکراين کړکېچ په هکله خپل دريځ بيان کړ او پر سياسي لارې د دغې مسئلې د حلولو هراړخيز او مشخص وړانديز يې وړاندې کړ.

د چين دريځ په دوولسو برخو کې راغلی او له مخې يې د ښکېلو هېوادونو د ملي حاکميت د درناوي کولو او دغه راز د جګړې له امله د بشري بحران د حلولو لپاره مشخص تدبيرونه وړاندې شوي. همدا راز ویل شوي، چې په بيړني وخت کې بايد اوربند او خبرې اترې پيل شي، دغه راز له جګړې وروسته د بيا رغونې کارونه دې شروغ شي؛ د اوکراين کړکېچ په هکله د اړوندو خواوو نظرونه بايد په پام کې ونيول شي او دوی بايد خپلې دندې او مسئوليتونه عملي کړي. له دې څخه ښکارېږي، چې چين د اوکراين کړکېچ د عواملو پر بنسټ عيني او عادلانه رويه غوره کوي او د سوله ايزو خبرو اترو د هڅونې لپاره هڅه کوي.

د اوکراين کړکېچ رامنځته کول د يو لړ پېچلیو عواملو نتيجه ده. په دې بهير کې امريکا او ناټو د جګړې پر اور تېل اچولي او اچوي يې، چې د دغه کړکېچ د لمسوونکي او هڅوونکي په توګه ګڼل کېږي. که دغه ټکي په نظر کې نه نیول کیږي، نو دغه مسئله په رښتيني ډول نه حل کېږي. چين د سړې جګړې نظريې د پرېښودلو او پر نورو د يو اړخيزو بنديزونو د ختمولو په شمول دريځ وړاندې کړ، چې په مستقيمه توګه د اوکراين کړکېچ کليدي ټکي ته يې اشارې کړې. دا به ګټور وي، چې نړۍ د اوکراين کړکېچ اساسي ټکو ته وګوري او امريکا او ناټو بايد په دې باندې فکر وکړي.

برسیره پر دې، چين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د جګړې له سيمې څخه د ملکي وګړيو د ايستلو لپاره بشري دهليز جوړ کړي، د ملکي وګړيو او جنګي اسيرانو د خونديتوب ساتنه وکړي، د غلودانو او خوراکي توکو ليږد راليږد تامين کړي. دا بشري چارو ته د چين د پاملرنې څرګندونه کوي.

د راپورونو له مخې، د اوکراين د زاپوريجيا اټومي برقي سټېشن څو ځلې له بريدونو سره مخامخ شوی، نو خلک د اټومي امنيت په اړه ډېرې اندېښنې لري. نو چين د اوکراين کړکېچ په هکله لرې ليد لري. چين پر دې ټينګار کړی، چې په توليدي ځنځير کې د عرضې ثابتوالی بايد تامين شي، ذروي وسلې دې منع شي، ملکي اټومي تاسيسات دې خوندي وساتل شي او په هر هېواد او هر حال کې دې کيمياوي وسلې نه کارول کیږي.، دا ټول د انسانانو امنيت او پرمختګ ته د پاملرنې اصلي عناصر دي. په ځانګړې توګه چين له جګړې وروسته د بيا رغونې نظر وړاندی کړی او غواړي په دې چارو کې مرسته وکړي او مثبت رول ولوبوي.

اوسني حالات پچيلي دي، خو اړوندې خواوې په دې حال کې بايد په لا نوره محتاطه او واقعي توګه خپل ګامونه پورته کړي. چين پر سياسي لارې د اوکراين کړکېچ حلولو لپاره وړ لايحه وړاندې کړې او بېلا بېلې خواوې بايد په دې اړه جدي فکر وکړي او سولې ته يو چانس ورکړي.