د اوو هېوادونو ډلې (G7) انلاین سرمشریزه د فبرورۍ د ۲۴مې نېټې په ماښام جوړه شوه. د اوکراین ولسمشر زیلینسکي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و. ددغې ډلې مشرانو وویل، چې دوی به په پر له پسې توګه په بېلا بېلو ساحو کې له اوکراین سره مرسته وکړي او په عين وخت کې به پر روسیې لازیات بندیزونه ولګوي. بر سېره پر دې، دوی د درېیم هېواد لخوا روسیې ته د نظامي وسلو د برابرولو د بندولو غوښتنه هم وکړه.