د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د ۲۹۷۷ استازو نوملړ خپور شو
CMG2023/02/25 11:19:17
شريکول:

د چين د  دیارلسم ملي ولسي کانګرېس دایمي کمېټې د فبرورۍ په ۲۴ مې نېټې په خپله ۳۹ مه غونډه کې د دغه هېواد د  څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د ۲۹۷۷ استازو نوملړ تائيد او خپور کړ.

د چين ملي ولسي کانګرېس د دغه هېواد د واک تر ټولو لوړه مرجع بلل کېږي او استازي يې د چينايانو د ګټو او ارادې استازيتوب کوي او د قانون له مخې دولتي واکونه کاروي. رسمي راپور ښيي، چې د چين د نوې دورې د ملي ولسي کانګرېس استازي څو ګډې ځانګړتياوې لري، د بېلګې په توګه، دوی د هېواد د کمونېست ګوند له واکمنۍ او چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم څخه ملاتړ کوي، خلکو ته يې د اساسي قانون او نورو قوانينو د مراعات په برخه کې ښه نمونه جوړه کړې، له ولسونو سره يې نږدې اړيکې ساتلي او د هغوی ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.

د چين د ټولټاکنو د قانون له مخې، د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرېس او د بېلابېلو سيمو د ولسي کانګرېس استازي باید د خلکو استازيتوب ولري، په ډله کې يې باید د بنسټيزو څانګو استازي په تېره بيا د کارګرو، بزګرانو او کارپوهانو استازي هم شامل شي، دغه راز ښځې باید پکې ونډه ولري او د ونډو انډول يې باید ګام پر ګام لوړ شي.

د چين د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس په نويو ټاکل شوو ۲۹۷۷ استازو کې د ۵۵ لږکيو قومونو ۴۴۲ استازي هم شامل دي، چې٪ ۱۴.۸۵برخه پکې جوړوي.  دغه راز ۷۹۰ ښځینه استازې هم پکې شاملې دي، چې ٪ ۲۶.۵۴ برخه يې نيسي.