د امريکا دفاع وزارت د فبرورۍ په ۲۴ مې نېټې په خپله ویبپاڼه کې له اوکراين سره د نورو ۲ مليارډو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان وکړ.
د امريکا دفاع وزير لويډ اوسټين په يوه اعلاميه کې وویل، چې هېواد يې په تېر کال کې له اوکراين سره تر ۳۲ مليارډو ډالرو زياتې پوځي مرستې کړي، اروپا ته يې نور ۲۰ زره سرتېري استولي او د ناټو ختیځې سرحدي سيمې ته يې د دايمي مېشتو پوځيانو لومړۍ ډله استولې ده.
د معلوماتو له مخې په تېر کال کې په اروپا کې د مېشتو امريکايي پوځيانو شمېر له ۱۰۰ زرو تنو څخه واوښت.
روسيې څوڅو ځلې اوکراين ته د پرله پسې پوځي مرستو د ورکړې په پار امریکا او لوېديځ هېوادونه غندلي دي. د روسيې دوما يا د استازو جرګې مرستيال رئيس پيوټر تولستوی د فبرورۍ په ۲۴ مې نېټې خبرداری وکړ، چې که لوېديځ هېوادونه اوکراين ته نورې وسلې برابرې کړي، نو د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو د سوله ييز حل امکانات به ډېر کم شي.