د اوکراين کړکېچ د سياسي حل په اړه د چین دريځ اعلان شو
CMG2023/02/25 14:29:59
شريکول:

      

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په يوه خبري غونډه کې د اوکراين کړکېچ د سياسي هواري په اړه د چين د دريځ اړوند حالات معرفي کړل. هغه وويل، چين تل د اوکراين د مسئلې په اړه عادلانه دريځ ساتي، په فعاله توګه سوله ییزو خبرو اترو ته وده ورکوي او د کړکېچ د هواري لپاره رغنده رول لوبوي.

 ده زیاته کړه، چې د اوکراين مسئلې د حل لپاره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي "څلور بايد"، "څلور ګډ ټکي" او " درې مفکورې" د اوکراين مسئلې د حل لپاره د چين بنسټيز اصول دي. د اوکراين کړکېچ د سختېدو په لومړۍ کليزه کې، چين «د اوکراين کړکېچ د سياسي حل په اړه د چين دريځ» سند خپور کړ، چې په هراړخيز او منظم ډول يې خپل دريځ بيان کړ. په دې سند کې د ټولو هېوادونو حاکمیت ته د درناوي، د سړې جګړې د ذهنیت پرېښودلو او د جګړو د بندولو په ګډون د ۱۲ برخو محتویات شامل دي. چين غواړي په دې بنسټ له نړيوالې ټولنې سره د اوکراين کړکېچ د سياسي هواري لپاره په ګډه کار وکړي.