د ايران دولتي تلويزيون د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، چې ايران به پر سوريې د"خرداد -۱۵" هوايي دفاعي سيستم وپلوري. دغه تړون د ایران د دفاع وزارت او د سوریې د هوايي ځواکوانو ترمنځ شوی او ځینې محتواوې او جزیات یې لا هم پټ پاتې دي.
د یادونې وړ ده، چې د"خرداد -۱۵" هوايي دفاعي سيستم په ۲۰۱۹م کال کې د ایران له خوارامنځته شو، دا یو هوايي دفاعي سیستم دی، چې د ایران له خوا په خپلواکه توګه جوړ شوی دی. دغه سیسټم له ځمکې څخه هوا ته په توغندیو سمبال دی او د جنګي الوتکو، کروز توغندیو او بېپيلوټه الوتکو د کشف او مخنيوي لپاره کار کوي.