سلګونو زرو جرمنیانو اوکراين ته د دې هېواد د حکومت له خوا د وسلو لېږلو پر ضد لاریون وکړ
CMG2023/02/26 15:12:46
شريکول:

پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه سلګونو زرو جرمنیانو په پلازمېنه برلين کې د دغه هېواد د حکومت له خوا اوکراين ته د وسلو ورکولو پر ضد لاريون کړی او پر حکومت يې غږ کړی چې په سوله ييزو لارو چارو د سيمې کړکېچ حل کړي.

که څه هم په همدې ورځ په برلين کې واوره اورېده، خو له دې سره سره سلګونو زرو جرمنیانو په لاريون کې برخه اخيستې او د سولې غوښتلو او د وسلو د ورکړې پر خلاف شعارونه يې پورته کړل. دغه لاريون د جرمني د کیڼ اړخه ګوند سیاستوالې او د سولې اعلامی غوښتنلیک یوې وړاندې کوونکې ساهره واګنکنيچټ او مشهورې ليکوالې الیس سچوارزير له خوا په ګډه طرح شوی و.

 یاد غوښتنليک د جرمني د سياسي، علمي او نورو ټولنو د ۶۰ استازو له خوا په ګډه لاسلیک شوی و. هغوی په دې غوښتنليک کې پر حکومت غږ کړی چې اوکراين ته د وسلو لېږل بند کړي او په نړۍ کې د جګړې د شدت او د ذروي جګړې د رامنځته کېدو مخه ونيسي. همدارنګه دوی د جرمني له حکومته هم غوښتنه کړې چې د اوکراین کړکېچ دې په ډيپلوماټيکو لارو او خبرو حل کړي. د فبرورۍ له لسمې نيټې راهيسې ۶۰۰ زره کسانو پر دې غوښتنليک خپل نومونه ليکلي چې شمېر يې لاهم د زياتېدو په حال کې دی.

د جرمني مشهورې ليکوالې الیس سچوارزيرد چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې په تېرو څو مياشتو کې د څو سروې ګانو پايلې ښيي، چې اکثریت جرمنیان هيله لري، چې د اوکراين کړکېچ دې ژر تر ژره د خبرو له لارې حل او پای ته ورسول شي. دوی دغه راز ويلي، چې د جرمني حکومت بايد اوکراين ته وسلې ونه لېږي، ځکه وسلې يوازې د خلکو د وژلو وسيله ده. هغوی ويلي چې د دوی موندنې ښيي  چې د جرمني سياسي ټولنه پر دې نه پوهېږي چې د اوکراين کړکېچ ښايي د نړيوالې جګړې سبب شي. اوس د اوکراين کړکېچ يوازې بحران نه دی، بلکې له دې امله په نړۍ کې د لوږې ستونزې زياتې شوې او د اقتصاد په شمول څو برخو ته يې هم زيانونه رسولي دي. د اختلافونو لرې کولو لپاره پوځي لار ښه انتخاب نه دی او هېڅوک نه شی کولی چې په پوځي لارو چارو برياليتوب تر لاسه کړي، نو خبرې اترې اړينې دي. هغوی دغه راز ويلي چې دوی نن ورځ دلته په داسې حال کې راټول شوي چې يو او يو بل نه پېژني او د یو ګوند غړي هم نه دي، خو غواړي چې د دوی سیاسي ټولنه يې غږ واوري.

د ساهره واګنکنيچټ او الیس سچوارزير په شمول د جګړې ضد څو تنو شخصيتونو په لاريون کې ويناوې وکړې او پر حکومت يې نيوکه کړې، چې اوکراين ته د لازیاتو وسلو ليږدول به يوازې د اوکراين کړکېچ د سختوالي سبب شي او تهدیدونه به يې ټولې اروپا او نړۍ ته متوجه شي. د يوې ابتدايي شمېرنې له مخې شاوخوا ۵۰ زرو جرمنیانو په همدې ورځ په دې لاريون کې برخه اخيستې، چې ګڼ شمېر يې د جرمني له نورو ښارونو څخه برلین ته ورغلي دي.

لاریون کوونکو ويلي چې هېواد يې اوکراين ته وسلې لېږلې، چې همدا به د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې د شدت سبب وګرځي.

يوه لاريون کوونکي وويل، زه د جرمني له شماله  برلین ته راغلی او په دغه مهمه غونډه او لاريون کې يې ګډون کړی چې له هېڅ ګوند سره تړاو نه لري. دا چې امريکا د نړيوالې سولې پر وړاندې ستر ګواښ دی،زما لپاره دا د افسوس خبره ده چې د جرمني د بهرنيو چارو د اوسنۍ وزيزې بايربوک او صدراعظم سچولز په شان سياستوال هم د امریکا په خوا کې شتون لري. هغوی له امریکايي سياستوالو سره د اوکراين کړکېچ د شدت لپاره هڅې کوي چې ښایي د هغوی د کړنو پایلې دوی د ذروي جګړې له ننګونې سره مخ کړي.

بلې لاريون کوونکې هم ويلي چې دا غواړي د سولې د رامنځته کېدو لپاره خدمتونه وکړي. دې ويلي چې جګړه يې لېدلې او جګړه نه غواړي او هيله لري چې خپل ماشومان او لمسیان په سوله او امن کې ژوند وکړي.هغې وويل، د اوکراين کړکېچ به د وسلو د برابرولو له امله ختم نه بلکې سخت شي، نو موږ اوکراین ته د وسلو له لېږلو سره مخالف یوو او امکان نه لري چې وسلې دې په نړۍ کې سوله تامین کړي.