د جي شل د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډه پای ته ورسېده
CMG2023/02/26 14:18:22
شريکول:

د جي شل (G20) د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډه چې دوه ورځې يې دوام درلود، د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د هند په بانګلور ښار کې پای ته ورسېده. د دغې غونډې په موده کې په عمده توګه د نړيوال پولي چوکاټ، د دواملرونکو پولي چارو، د بنسټيزو تاسيساتو او د پولي څانګو په شمول د اړوندو موضوعاتو په هکله بحثونه شوي دي.

هند د دغې ډلې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړه. په اعلاميه کې راغلي، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه بايد د قرضونو د امنيت سويې د ضعيفېدو مسئله حل کړي. اوسمهال د نړيوال اقتصاد راتلونکی تمايل د ښه والي په حال کې دی، خو شا ته د تللو له خطرونو سره هم مخ دی، په ځانګړې توګه د انفلاسيون ګواښ لاهم شته، نو بېلا بېل هېوادونه بايد محتاطه تګلاره غوره کړي.

نړيوال بانک د تېر کال په اکتوبر کې د اصلاحاتو لومړۍ نقشه خپره کړه او په دې هيله چې د پرمختيايي هېوادونو وړتياوو ته ښه ځواب ورکړي، د پيسو پړسوب، د قرضونو مسئلو حلولو او د اقليمي بدلون له امله له رامنځته شويو ننګنو سره د مقابلې لپاره له بېوزلو هېوادونو سره مرسته وکړي.