ايټاليالوی ژورناليست: پر روسيې لګولېدلي بنديزونه اروپا ته تر ګټې ډېر زيانونه رسوي
CMG2023/02/26 13:38:57
شريکول:

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه له اوږدمهالو بحثونو وروسته د فبرورۍ د ۲۴ مې نېټې په شپه پر روسيې د بنديزونو د لګولو لسم پلان تصويب کړ. د اروپايي چارو کارپوه او ايټاليالوی ژورناليست ليونارډو پانيتا سي اېم جي ته وويل، چې پر روسيې لګولېدلي بنديزونه اروپا ته تر ګټې ډېر زيانونه رسوي او دوام نه شي کولای. اروپايي ټولنه باید د اوکراين د بحران په اړه پر خپلو کړنو بيا غور وکړي او د بحران د ارامولو رښتيني اغېزمنې لارې چارې دې ومومي.

ليونارډو پانيتا وويل، اروپايي ټولنه په هرو دوو مياشتو کې پر روسيې د نويو بنديزونو وړانديز کوي، خو زما په اند اروپايي ټولنه د نويو بنديزونو د لګولو پرمټ خپلو ټاکلو موخو ته نه شي رسېدلی. اروپايانو د بنديزونو بيې ورکړې دي. زما په اند اوکراين هم دا درک کړې چې دغه بنديزونه دوام نه شي کولای.