روسيه: د اوکراين پوځ زياتې نظامي الوتکې مو وغورځولې
CMG2023/02/26 14:27:27
شريکول:

د روسیې د دفاع وزارت وياند يګور کوناشينکوف د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې روسي پوځ د کوپيانسک او کرياسني ليمان په لوري د اوکراين پر پوځ او نظامي تاسيساتو او د دونيټسک او زاپوروجي په سيمو کې د اوکرياني پوځ د مهماتو پر يوه ګدام بريدونه وکړل. بر سیره پر دې، د روسیې هوايي پوځ او دافعي قواوو په دونيټستک او خيرسون سيمو کې د اوکراين څو جنګي الوتکې وغورځولې.

د اوکرايني پوځ لوی درستيز رياست خبر ورکړی چې هوايي ځواک يې د روسیې پر پوځ او تاسيساتو او د رادار سټېشن په شمول پر څو هدفونو بريدونه کړي دي. دوی له څو لوريو د روسيې ځواک حملې شا ته تمبولې دي.