په افغانستان کې يو ځانمرګی خپل هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شو
CMG2023/02/26 14:15:42
شريکول:

د افغانستان د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد کې د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د ځانمرګي برید مخه ونيول شوه او بريدګر هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شو.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي وويل، چې د همدې ورځې د سهار په ۸بجو او ۳۰دقيقو يو ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د کابل بانک يوې نوې څانګې ته داخل شي چې د بانک دروازې مخې ته راټول شويو خلکو ته له نږدې کېدو مخکې د پوليسو لخوا پيژندل شوی او وژل شوی دی.

د احمدي په قول په دې پېښه کې له بريدګر پرته نور چاته زيان نه دی رسیدلی.

تراوسه پورې هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.