د امريکا په اوهايو ايالت کې د اورګاډي اوښتو د پيښې ځای په شاو خوا کې اوسيدونکي په برونشيت اخته شوي
CMG2023/02/26 14:20:19
شريکول:

د امريکا ان بي سي د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې په اوهايو ايالت کې له پټلۍ څخه د هغې اورګاډۍ چې زهرجن کيمياوي توکي پکې بار و، د اوښتو پيښې ځای په شاو خوا سيمه کې اوسيدونکي او کارګر تشخيص شوي، چې په برونشيت او نورو ناروغيو اخته شوي دي. طبي کارکوونکو شک ښودلی، چې دغه ناروغۍ ښايي له کيمياوي توکو سره تړاو ولري.

د خبر له مخې، دغه اوسيدونکي پر تنفسي ستونزې سربېره د سردرد، خواګرزي او د جلدي ناروغۍ نښې نښانې هم لري. د امريکا د ناروغيو د کنټرول او دفاع مرکز څرګنده کړې، چې له کيمياوي توکو سره تماس ښايي د دغو ناروغيو سبب وګرځي. دغه مرکز د اوهايو ايالت په ختيځ فلسطين سيمه کې د دې پيښې ځای ته يوه ډله ليږلې چې هلته به د يادې پېښې له امله د خلکو د ناروغيو مسئلې پلټنه وکړي.