په وروستيو کې د جکړې ضد کاناډايانو په ټول هېواد کې غونډه تر سره کړه او ويې ويل چې د امریکا په شمول لويديځو هېوادونو د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه راپارولې او په پر له پسې توګه يې ورته وسلې ليږدولې چې دې کار د سوله ييزو خبرو اترو مخنيوی کړی او نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته بلکې د ناټو د غړو هېوادونو خلکو ته يې زيانونه رسولي دي.
په وروستيو کې د کاناډا په څه باندې لسو مهمو ښارونو کې د جکړې پر ضد څلور ورځنۍ غونډه تر سره شوه او ګډون کوونکو يې پر ناټو نيوکه کړې چې په يادې شخړې کې يې پر اور تېل شيندلی او د جګړې پر ښکيلو خواوو يې غږ کړی چې جګړه بايد پای ته ورسوي او سوله ييزې خبرې اترې دې پيل کړي.