د پاکستان په بلوچستان کې د چاودنې له امله ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/02/27 14:53:42
شريکول:

د پاکستان کورنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د همدې ورځ په سهار چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

د پاکستان رسنیو د سیمه ییزو چارواکو په قول ویلي، چې ياده چاودنه د بلوچستان د بارکان سيمې په بازار کې شوې او په ټکو يې،  بريدګر په يوه موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

پوليس او امنيتي ځواکونه له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته رسیدلي او په تړاو يې څېړنې پېل کړې دي.

پوليسو ټپيان روغتون ته رسولي، خو د ځينو کسانو حالت نازک ښودل شوی او ښايي د مړينې په شمېر کې يې زياتوالی راشي.