ژمني توپان په امريکا کې د ۲۱۰ زرو کورنيو برېښنا پرې کړي
CMG2023/02/27 14:09:43
شريکول:

د امريکا اې بي سي راډيو د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې ژمني توپان تېره اوونۍ د امريکا زياتې سيمې ځپلي او برېښنا يې پرې کړې وه. د ميچيګان ايالت د جنوب ختيځو سيمو برېښنايي شبکه لا تر اوسه نه ده اعاده شوې.

خبر وايي، د همدې ورځې تر غرمې پورې له ۲۱۰ زرو زياتو کورنيو او تصديو برېښنا پرې شوې او ځينو کورنيو تر ۴ ورځو برېښنا نه درلوده.

ياد ژمني توپان د امريکا د کاليفورنيا ايالت زياتې سيمې ځپلي او ونې او د برېښنا قطبونه يې نړولي دي.

خبر زياتوي، چې د دغه توپان له امله د سيندونو او سمندر اوبه تر خطرناکې کچې لوړې شوې دي.

د برېښنايي معلوماتي ويبپاڼې (PowerOutage.us)  ويلي، چې تر اوسه ۶۷ زره کورنۍ برېښنا ته لاسرسی نه لري او خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.