د چین د کمونیست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې دوهمه عمومي غونډه د فبرورۍ د ۲۶ مې نېټې په ماسپښین په بېجینګ کې پیل شوه. د یادې مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پینګ د دې کمېټې د سیاسي بیورو په استازیتوب یادې غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ.
په دغه غونډه کې به د چین د ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو مسوده او د دولتي ارګانونو او ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس مشرتابه ته د کاندیدانو نوملړونه وجاجول شي.