د جاپان د اوکيناوا ولايت اوسېدونکو پراخ لاريون کړی
CMG2023/02/27 15:22:39
شريکول:

د جاپان د اوکيناوا ولايت اوسېدونکو د فبرورۍ د ۲۶مې نېټې په ماسپښين د حکومت د نويو هڅو پر ضد پراخ لاريون کړی دی.

د جاپان حکومت د تېر کال په ډسمبر کې د ملي امنيت تامين ستراتيژۍ په شمول درې سياسي سندونه تصويب کړي، خو د اوکيناوا اوسېدونکو يې پر وړاندې مخالفت ښودلی دی.

د جاپان د حکومت په دغو دريو سندونو کې د دفاعي لګښت زياتوالی، په اوکيناوا ټاپو کې د توغنديو ځای پر ځای کول او د دفاعي ځواکونو پراخول شامل دي.

د اوکيناوا ولايت خلک شکايت کوي، چې په دغه ټاپو کې ميشتو امريکايي ځواکونو دوی ته زياتې ستونزې جوړې کړي او له خپل حکومت څخه غواړي، چې سوله ييزه لاره غوره کړي.

د راپورونو له مخې، د جاپان د بېلا بېلو سیمو څه باندې ۱۶۰۰ کسان د فبرورۍ د ۱۶مې نېټې په ماسپښین د اوکیناوا په يو ميدان کې راټول شوي وو او د جنګي لارو د خپلولو په اړه يې د حکومت له هڅو سره مخالفت څرګند کړی دی. (ژباړه: شکريه)