دوه اسرائيليان د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې په ډزو وژل شوي
CMG2023/02/27 10:58:09
شريکول:

د اسرائيل د بيړنۍ ژغورونې سازمان د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې ويلي، چې په همدې ورځ د اردن سيند په لويديځه غاړه کې دوه اسرائيلي وګړي په ډزو وژل شوي دي.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ډزو پېښه د اردن سیند د لویدیځې غاړې د نابروس ښار جنوب ته په هوارا ښارګوټي کې یوې پوستې ته نږدې شوې ده.

اعلاميه وايي، چې يوه فلسطیني د اسرائيلي وګړو پر موټر ډزې کړي، چې له امله يې دوه کسان ټپيان شوي وو، خو د ژورو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او بريدګر په تېښته بريالی شوی دی.

د اسرائيل د بيړنۍ ژغورنې سازمان هم ويلي، چې په يادې پېښې کې دوه کسان ټپيان شوي وو، خو د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوي دي.

 د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې اسرائيل به پر اړينو لارو د هېواد او خپلو وګړو امنيت وساتي.

د اسرائیل دفاع وزیر بيني ګانتڅ له چارواکو سره په سیمې کې د وضعیت د ارزونې په پار غونډه کړې او ويلي يې دي، چې ځواکونه به یې د اردن سيند په لويديځې غاړې کې زيات پوځي تاسيسات جوړ کړي.