د اوکراین ناورين د سیاسي حل په اړه د چین لایحې پراخ ملاتړ خپل کړی
CMG2023/02/27 15:18:08
شريکول:

چین د روان ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه چې د اوکراین د کړکېچ له لومړۍ کليزې سره سمون لري، د دغه ناورين د سیاسي حل په اړه د چین د دریځ سند خپور کړ. په دغه سند کې د اوکراین ناورين د اصلي حل لایحه وړاندې شوه او ترې د چین عیني او عادلانه ادعا ښکاره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک یاد سند مهم بللی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریه زخاروا وویل، روسیه په سوله ييز ډول د اوسني کړکېچ د حل لپاره د چین خدمت ستايي. د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلینسکي وویل، د چین په یاد سند کې وړاندې شوي ځینې محتویات ښايي د اوکراین وضعیت د بحث او د دې کړکېچ د حل بنسټ وګرځي.

په تېر یو کال کې د اوکراین ناورين له امله اړوندو خواوو ته سخت زیانونه رسول شوي او ناوړه اغېزه يې مخ په پراخېدو ده. د امریکې په شمول لوېديځو هېوادونو په دوامداره توګه اوکراین ته د نظامي تجهیزاتو برابرونې او پر روسیې د بندیزونو لګولو له لارې ناورين لا  پېچلی کړی دی. د غلودانو او انرژۍ بیې ډېرې لوړې شوې دي، د کډوالو بله څپه رامنځته شوې، له دې څخه ښکاري چې د اوکراین کړکېچ په لا سختېدو سره به نړۍ نوره هم  زیانمنه شي. د ډېرو هېوادونو استازو وویل، د چین یاد سند نه یوازې د کړکېچ د ښکېلو خواوو له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته يې ځواب ويلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي دای بین د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د اوکراین ناورين په اړه د امنیت شورا په یوه مباحثوي غونډه کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د یاد ناورين د سیاسي حل په اړه د چین دریځ څرګند کړ. چین په یاد سند کې پر دې ټينګار کړی چې د اوکراین ناورين د حلولو لپاره نړیواله ټولنه باید د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو منشور د موخو او اصولو جدي مراعات وکړي، د بېلا بېلو هېوادونو حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا دې واقعي تضمین کړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره د اوکراین ناورين د سیاسي حل لپاره د چین لایحې هرکلی وکړ. په دغه اعلامیه کې راغلي، د چین دريځ د درناوي وړ دی، څرنګه چې دا دریځ د ملګرو ملتونو منشور د اصولو او د مختلفو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت د درناوي پر بنسټ د کړکېچ د ختمېدو لپاره ګټور دی.

د برېټانیې سیاسي شنونکي کارلوس مارتنیز هم د چین له دریځ سره موافقه څرګنده کړې. هغه وویل، د چین د دغه سند دریځ د اروپا سولې لپاره قوي خدمت دی، دغه سند د کومې یوې خوا حمایت نه کوي او پکې د اوکراین کړکېچ د پای ته رسېدو پر کليدي عواملو ټينګار شوی دی.

د اوکراین ناورين په سختوالي سره د نړۍ د سولې او پرمختګ ته زیانونه هم رسول شوي دي. چین د کړکېچ ښکېل لوری نه دی، خو تل د کړکېچن وضعیت د ارامولو او د ناورين د حل و فصل لپاره مسئولانه او رغنده رول لوبولی او لوبوي يې.

د یوې امنیتي او ارامې نړۍ ابادول د بېلا بېلو هېوادونو ګډه هیله ده او د چین نه ستومانه کېدونکې هیله هم ده. چین د روانې فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د ګردې نړۍ د امنیتي وړاندیز سند خپور کړ. له دغه سند او د اوکراین ناورين د سیاسي حل د چین د دریځ له سند څخه ښکاري، چې چین او نړیواله ټولنه د ګردې نړۍ امنیت د ګډې ساتنې او د اوسني ناورين د حل لپاره نور مناسب تدبیرونه وړاندې کړل.

نړیوالې ټولنې د پر له پسې ننګونو پر وړاندې دا پېژندلې چې انسانان په یوه ګډه نړۍ کې اوسېږي او د ګډ برخلیک په یوه ګډه ټولنه کې شامل دي. د برازیل د ډيپلوماتیکو چارو کارپوه فلیپي بورتو وویل، د انسانانو د ګډ برخلیک د ګډې ټولنې نظر، د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز او د نړۍ د امنیت وړاندیز، او د اوکراین ناورين د سیاسي حل په اړه د چین د دریځ سند، دا ټول نړۍ ته د چین مهم خدمتونه دي. له دغو سندونو څخه ښکاري، چې امنیت او پرمختګ یو د بل د تضمین بنسټ دی، بلکې د لوېديځو هېوادونو لخوا د جګړې او تسلط له لارې نه عملي کېږي.