په چين کې د ټرانسپورټي شبکې عمومي اوږدوالی له ۶ ميليونو کيلومترو پورته دی
CMG2023/02/27 14:09:08
شريکول:

د چين ټرانسپورټ وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۲م کال تر پايه پورې د دغه هېواد د ټرانسپورټي شبکې عمومي اوږدوالی له ۶ ميليونو کيلومترو څخه اوښتی دی.

خبر وايي، د چين حکومت له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې په هېواد کې د ټرانسپورټي تاسيساتو د بشپړېدو په پار ۱۷ زره ميليارډه يوانه لګولي او د ګړنديو اوسپنيزو لارو او سړکونو داسې شبکې او د بندرونو ډلې يې جوړې کړي، چې پايمانې يې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی دی.

چين په يادې مودې کې د بنسټينزو تاسيساتو شبکه بشپړه کړې ده.

د چين ټرانسپورټ وزارت ويلي، چې په هېواد کې يې د ۲۰۲۲م کال تر پايه پورې د سوداګريزو اوسپنيزو لارو اوږدوالی ۱۵۵ زرو کيلومترو او د سړکونو اوږدوالی يې ۵ ميليونو او ۳۵۰ زرو کيلومترو ته رسېدلی، چې په دې جملې کې يې د ګړندي اورګاډيو د پټليو اوږدوالی ۴۲ زره کيلومتره  ښودل شوی دی.  

چين له بهرنيو هېوادونو سره ټرانسپورټي همکارۍ پياوړې کړې دي.

ياد وزارت ويلي، د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو پټلۍ د ۲۵ اروپايي هېوادونو څه باندې ۲۰۰ ښارونو ته غځېدلي او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او مالونو د ټرانسپورټي لارو شمېر يې له ۳ سوو زيات شوی دی.

خبر زياتوي، چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ټول پراته ساحلي هېوادونه د چين د سمندري ټرانسپورټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي او د هوايي شرکتونو نوبتي هوايي کرښې يې د ۶۲ هېوادونو ۱۵۳ ښارونو ته غځېدلې دي.