په اردن کې د فلسطين او اسرائيل پر مسئلې څو اړخیزې خبرې شوي
CMG2023/02/28 10:57:48
شريکول:

د اردن، فلسطين، اسرائيل، مصر او امريکا لوړپوړو چارواکو د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د مسئلې د حل په پار څو اړخیزې خبرې کړې دي.

امريکا او اردن له غونډې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړې چې له مخې يې اسرائيل ژمنه کړې، چې په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د اردن سيند په لوېدیځې غاړې کې د يهوديانو د نويو هستوګنځايونو پر جوړونې بحث و نه کړي، خو د اسرائيل حکومت بيا ويلي، چې د دې سیمې په اړه يې پالیسي نه ده بدله کړې.
د فلسطين او اسرائيل د مسئلې حل خبرې د روانې مياشتې په ۲۶مې نېټې د اردن جنوبي ښار العقبه کې ترسره شوې، چې د اردن، فلسطين، اسرائيل، مصر او امريکا جګپوړو چارواکو پکې برخه اخيستې وه.

په يادې ګډې اعلاميې کې هم ويل شوي، چې فلسطين او اسرائیل ژمنه کړې، چې سمدستي به له درېیو تر شپږو میاشتو پورې يو اړخيز اقدامات پای ته رسوي.

د غونډې ګډونوال موافقه کړې، چې په راتلونکي مارچ کې به يو ځل بیا د مصر په شرم الشېخ کې غونډه کوي او يادو هدفونو ته رسېدل پر مخ يوسي.