ابتدايي احصايه: تېر کال د چین د کورني توليد عمومي ارزښت ۳ سلنه وده کړې
CMG2023/02/28 11:06:41
شريکول:

د چين د شمېرنې ملي ادارې د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې (( په ۲۰۲۲م کال کې د چين د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ احصايه)) راپور خپور کړی دی.

شمېرې ښيي، چې تېر کال د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۱۲۱۰۲۰.۷ میليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال د ورته ارزښت په پرتله ۳.۰ سلنه زياتوالی ښيي.

په ۲۰۲۲م کال کې په چين کې د سړي سر د کورني توليد منځنی کلنی ارزښت(جي ډي پي) ۸۵۶۹۸ یوانه و، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۳.۰ سلنه ډېروالی ښيي.

د چين د شمېرنې ملي ادارې ويلي، چې تېر کال د چينايانو عمومي عوايد  ۱۱۹۷۲۱.۵ ميليارډو يوانو ته رسيدلي، چې دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲.۸ سلنه زياتوالی ښيي او د مصرف کوونکو بيې شاخص يې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲.۰ سلنه لوړې شوې وې.

په ۲۰۲۲م کال کې د چين د بهرنیو اسعارو زیرمې ۳۱۲۷.۷ میلیارده امريکايي ډالره وې، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۲۲.۵ میلیارده ډالره کمې شوې دي. (ژباړه: شکريه)