چین د لیبیا د ملي روغې جوړې ملاتړ کوي
CMG2023/02/28 10:58:03
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي پلاوي لنډ مهاله شارژدافیر دای بین د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې د لیبیا مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوې مباحثوي غونډې کې وینا کړې او له نړیوالې ټولنې څخه يې غوښتي چې د دغه هېواد د ملي روغې جوړې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

افریقا لیګ څو ورځې مخکې د خپلې سرمشریزې په درشل کې د لیبیا مسئلې په هکله لوړپوړې ناسته تر سره کړې او د دغه هېواد د ملي روغې جوړې غونډې له جوړېدو يې ملاتړ اعلان کړی دی.

دای بين د کانګو د ولسمشر دینيز ساسو- نګویسو په مشرۍ د افریقا لیګ د لیبیا مسئلې د لوړپوړې کمېټې د اړوندو کارونو ستاینه کړې او هيله يې ښودلې، چې د لیبیا د ملي روغې جوړې غونډه په بریاليتوب ترسره او د دغه هېواد د سیاسي انتقال، امنیت او ثبات او د بیارغونې لپاره يې نوی حیاتي ځواک برابر شي.

چین د افریقا لیګ څخه ملاتړ کړی، چې د ليبيا مسئلې د حل لپاره نور زیات رول ولوبوي او د ملي روغې جوړې په برخه کې يې له ښکېلو خواوو سره ګټورې تجربې شریکې کړي.

 (هیله)