جاپان د خپل باور ختمېدو په درشل کې
CMG2023/02/28 15:03:05
شريکول:

(( ايا ۱۲ کاله د جاپان د حکومت لپاره کافي وخت دی چې د جاپانیانو بایللی باور بېرته ورکړي؟))

دا پوښتنه د جاپان د فوکوشيما اټومي بټۍ لیکېدو پېښې ۱۲ کاله وروسته د دغه هېواد فوجي نيوز نيټورک په يوه تازه راپور کې مطرح کړې ده.

حقيقت ښيي، چې د جاپان حکومت نه يوازې د خپلو وګړو ډاډ نه دی ترلاسه کړی، بلکې په پرله پسې ډول يې خپلې کړې ژمنې ماتې کړې دي.

د جاپان د اقتصاد او صنعت وزير ياسوتوشي نيشيمورا د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د فوکوشيما په ايواکي ښار کې سمندر ته په ذروي وړانګو ککړو اوبو د خوشي کولو پلان په اړه د تشريحاتو ناسته تر سره کړه.

د یادې سیمې کب نیونکو له دغه پلان سره سخت مخالفت ښودلی او دا يې بې باوري بولي چې د جاپان حکومت ياد پلان د دوی له اجازې پرته پرمخ بيايي. کله چې خبريال له ياسوتوشي نيشيمورا څخه وپوښتل، چې ايا خلک له دغه پلان سره موافقه لري او که نه او د خلکو لخوا د موافقې معيار څه دی؟ نوموړي په ځواب کې وويل، چې (( مشخص معيار نشته.))

د جاپان حکومت دوه کاله مخکې په اپريل کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۳م کال له پسرلي څخه به سمندر ته د فوکوشيما اټومي بټۍ په ذروي وړانګو ککړې اوبه ورخوشي کړي. دغه پرېکړه د جاپان په داخل او بهر کې له ډېرو شکونو او مخالفتونو سره مخ شوې ده.  د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د داسې وضعيت پر وړاندې، چې د اټومي وړانګو ککړو اوبو د څارنې او ارزونې په اړه د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ کارونه روان و، د جاپان حکومت په رسمي توګه سمندر ته د اټومي وړانګو ککړو اوبو د خوشي کولو پلان منظور کړ. جاپان حکومت د روان کال په جنورۍ کې دغه هېواد ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ایجنسۍ د تخنيکي پلاوي له ورتګ مخکې په یو اړخیزه توګه اعلان وکړ چې د غه پلان به د روان کال پسرلي او دوبي په منځ موده کې عملي شي. د جاپان حکومت له هغې وروسته د اړوندو تاسيساتو د آبادۍ لپاره ګامونه چټک کړي دي. د جاپان دغه کړنې نه يوازې د نوموړي نړيوال سازمان صلاحيت زیانمنوي، بلکې جاپانيانو او نړيوالې ټولنې ته هم بيخي غير مسؤلانه دي.

د آرام سمندر ټاپوګانو هېوادونو فورم د مشرانو غېر رسمي غونډه په دې وروستيو کې تر سره شوه او په دغه غونډه کې ګډونوالو مشرانو د جاپان د اټومي وړانګو ککړو اوبو له پلان سره سخت مخالفت څرګند کړ او و يې ويل، چې دغه پلان د جاپان کورنۍ چاره نه ده، بلکې د جنوبي ارام سمندر ټاپو ګانو پر هېوادونو اغېزې لري او یوه نړيواله مسئله ده او جاپان بايد د علم او معلوماتو پر بنسټ د دغه پلان لارښوونه وکړي. د چين او روسيې استازو د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې سمندر ته د جاپان د اټومي وړانګو ککړو اوبو د خوشي کولو مسئلې ته خپله توجه څرګنده کړه او و يې ويل، چې دغه کړنه به سمندري چاپريال، ايکولوژيکي سيستم او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو روغتيا ته زيانونه ورسوي، خو جاپان دا پرېکړه له ګاونډيو هېوادونو سره له سلامشورو پرته کړې ده.

د جاپان حکومت د کورنيو او بهرنيو شکونو پر وړاندې نه يوازې خپلې تېروتنې نه دي سمې کړې، بلکې د خپلې پرېکړې د ملاتړ لپاره د نورو هېوادونو هڅونه کوي.

سمندر د بېلا بېلو هېوادونو په ژوند او پرمختګ کې بنسټيز رول لوبوي. جاپان د ملګرو ملتونو د سمندري قانون د تړون لاسليک کوونکی دی او د سمندر د ساتلو مسووليت او دنده لري. د جاپان حکومت له ۲۰۱۳م کال راهيسې د فوکوشيما د اټومي وړانګو ککړو اوبو مسئلې د حل لپاره ۵ پلانونه وړاندې کړي، خو اخر يې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان انتخاب کړی، ځکه د دغه پلان د تطبيق بيه د نورو پلانونو په پرتله ټيټه ده. ايا دغه پلان له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او کنه او سمندري ايکولوژۍ او انساني روغتيا ته به زيانونه ورسوي او که نه؟ د جاپان حکومت دې مسئلي ته پام نه دی کړی. د جاپان د حکومت ځان غوښتنونکې نظريه له دغه پلان څخه پوره په ډاګه شوې ده.

که جاپان پر خپل پلان ټينګار وکړي، نړيواله ټولنه بايد په ګډه عمل وکړي او په قانوني لارو چارو دې ګډې ګټې وساتي.