شي جين پینګ په «چيو شي» مجلې کې مقاله خپروي
CMG2023/02/28 16:00:41
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ به د مارچ په لومړۍ نېټه« چيو شي » مجلې کې « په نوې زمانې کې د ګوند او خلکو د هڅو او پرمختګ اړينه لار)) په عنوان ليکنه خپره کړي..

د مالوماتو له مخې، نوموړي په دغې لیکنې کې ويلي، د چين ملت باید د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د دوام او پرمختګ لپاره د کمونېست ګوند پر هراړخيزې مشرۍ ټينګار ولري او د هېواد د لويې بيا سمسورتيا لپاره باید پر چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم تکيه وکړي. 

شي جين پينګ په دغې مقالې کې ويلي، مونږ د چيني ملت لويې تاريخي کارنامې یوازې په يووالي او هڅو ساتلی شو او زياته کړې يې ده، چې چين باید د نوې پرمختګ پر مفکورې ټينګار وکړي او کمونېست ګوند باید ځان جدي اداره او پياوړی وساتي.