د ايټاليا رسنيو خبر ورکړی، چې د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې د دغه هېواد په جنوب د کلابريا سيمې د کروتون ښار ته څېرمه په سواحلو کې د کډوالو د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۳ کسان مړه شوي دي.
راپورونه وايي، چې ښايي د يادې پېښې د مړو په شمېر کې زياتوالی راشي او ژغورونکي هڅې کوي، چې په اوبو کې ورک جسدونه ومومي.
(ژباړه: شکريه)