بېجينګ د امريکا بې اساسه تور رد کړ
CMG2023/02/28 11:31:44
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن په دې وروستيو کې ويلي، چې چین د خپلو شرکتونو له لارې روسیې ته غیر پوځي مرستې برابرې کړې او اوس د وسلو په ورکولو غور کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د بلينکن د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چين د اوکراين کړکېچ د ښکېلو خواوو تر منځ سوله ييزې خبرې اترې هڅوي، څو سیاسي حل يې وموندل شي، خو امريکا حق نه لري، چې د چين او روسيې پر اړيکو بې بنسټه تورونه ولګوي او بېجينګ به د واشنګټن فشارونو ته غاړه کېنږدي.

نوموړې زياته کړې، چې امريکا نه يوازې د اوکراين جنګي ميدان ته پر له پسې وژونکي وسلې ليږي، بلکې له چين سره يې هم د درېيو ګډو اعلاميو څخه سرغړونه کړې او پر تايوان سيمې يې د پرمختللو وسلو پلورلو ته دوام ورکړی دی.

امريکا څه غواړي؟  نړۍ ته باید وضاحت ورکړي. (ژباړه: شکريه)