د چین د بهرنیو چارو وزیر چين ګانګ د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې له بېجینګ څخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د۵۲مې غونډې لوړپوړې ناستې ته انلاين وینا کړې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې د نړیوالو بشري حقونو چارو پرمختګ پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې يادې کړي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د يادو ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې ولټوي.
چين ګانګ ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه دې د خپلو حالاتو له مخې د بشري حقونو د پرمختګ لار غوره کړي او نړیواله ټولنه دې بشري حقونه وهڅوي او ساتنه دې ترې وکړي او پر نړیوال عدالت، ډیالوګ او همکاريو دې ټينګار ولري.
(هیله)