د روسیې د ولسمشر مطبوعاتي سیکریټر دمیتري پیسکوف د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي، که امریکا د روسیې غږ بابيزه وبولي، نو مسکو به د ستراتيژیکو وسلو د کمښت نوی تړون تطبیق نه کړي.
پیسکوف پر دې ټينګار کړی، چې لوېديځ هېوادونه باید د روسیې امنیتي انديښنو او خونديتوب ته پام وکړي او د یو هېواد امنیت د بل هېواد په ناارامۍ کې نه موندل کيږي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې په مسکو کې اعلان وکړ، چې هېواد يې له امريکا سره د ستراتېژیکو وسلو د کمښت نوی تړون ځنډولی دی.
(هیله)