د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، چین ګانګ به د مارچ په ۲مه د جي شل هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد هند د بهرنيو چارو وزير په بلنې د دغه هېواد په نوي ډيلي کې د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي.