د سوداګرۍ نړيوال سازمان د شخړو هواري ادارې د فبرورۍ په ۲۷مې نېټې غونډه تر سره کړې او ۱۲۷ غړو يې د استيناف محکمې د نويو قاضيانو د ټاکلو بهير د بيا پيل مسوده وړاندې کړې، خو امريکې رد کړې ده.
د مالوماتو له مخې، دا د سوداګرۍ نړيوال سازمان ٦٣م ځل دى، چې د استيناف محکمې د نويو قاضيانو د ټاکلو بهير له ځنډ او خنډ سره مخ کيږي.
د امریکا استازي له يادې مسودې سره مخالفت څرګند کړی او دليل يې دا ښودلی، چې دغه سازمان بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري، څو د شخړو حل ميکانيزم يې ښه کار وکړای شي. خو د سوداګرۍ نړیوال سازمان قواعد بیا وايي، چې د دې سازمان ۱۶۴ غړي باید پر مهمو پرېکړو بحثونه وکړي او يووالي ته باید ورسېږي او هر غړی د خپلې مخالفې رايې په ورکولو سره دغه پرېکړه ردولای شي.
امريکا د سوداګرۍ نړیوال سازمان له اړوندو قواعدو څخه پر له پسې ناوړه ګټه پورته کوي او په يو اړخیز ډول د استیناف محکمې د نويو قاضيانو د ټاکلو پر وړاندې خنډونه جوړوي.