روسیه: ناټو د روسیې او اوکراین شخړې کې ښکېله ده
CMG2023/03/01 10:52:10
شريکول:

 د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر ديميتري پيسکوف د فبرورۍ په ٢٨مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ناټو هر وخت د روسيې ضد استخباراتي چارې ترسره کوي او اوکراين ته پر له پسې پرمختللې وسلې ورکوي.

نوموړي ويلي، چې ناټو په حقیقت کې د روسیې او اوکراین شخړې کې دخيله ده او د يادې شخړې په منځګړيتوب کې رول نشي درلودلی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۶مې له "روسيه-١" ټلوېزيون سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي، چې د ناټو غړو هېوادونو اوکراين ته د لسګونو ميليارډو ډالرو په ارزښت وسلې ورکړې دي او دا له اوکراين سره د ناټو پوځي تخنيکي همکاري نه، بلکې په دې مانا ده، چې دغه سازمان هم په يادې شخړې کې ښکېل دی.

تاس خبري اژانس د فبرورۍ په ۲۵مې نېټې د بېلا بېلو هېوادونو د رسمي اعلاميو او سندونو له مخې خبر ورکړی، چې لوېديځو هيوادونو د روسيې او اوکراين د شخړې له پېل راهيسې، پر مسکو څه باندې لس زره بنديزونه لګولي دي.