امریکې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې بیا زیانمن کوونکي عمل کړی
CMG2023/03/01 15:04:28
شريکول:

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د شخړو هواري ادارې د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه نوبتي غونډه ترسره کړه. امریکې په دغه غونډه کې د خپلې مخالفې رایې په ورکولو سره د استيناف محکمې د نويو قاضيانو د ټاکلو بهير د بيا پيل مسوده رده کړه. دغه مسوده د یاد سازمان د ۱۲۷ غړو لخوا په ګډه وړاندې شوی او د ۶۳مې ځلې لپاره رد شوه.

د ګواتمالا استازي وویل، د نويو قاضيانو د ټاکلو بهیر مخنیوی هېڅ قانوني بنسټ نه لري او دغه عمل د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ډېرو غړو حقونه زیانمن کړی دی.

د شخړو هواري ادارې میکانیزم د سوداګرۍ نړیوال سازمان مهمې چارې دي. د دغه سازمان غړي د دغه میکانیزم په چوکاټ کې لومړی مشورې کوي. که مشوره بریالې نه شي، بیا د کارپوهانو ګروپ ته وړاندې کېږي. که ښکیلې خواوې د کارپوهانو ګروپ محاکمه نه مني، نو بیا دغه مسئله د مرافعې ارګان يانې د استيناف محکمې ته وړاندې کړي. نو د مرافعې ارګان د سوداګرۍ نړیوال سازمان ستره محکمه بلل کېږي او د دغه ارګان محاکمه اجباري اغېزه لري. د مرافعې ارګان يانې د استيناف محکمه په عمومي توګه ۷ تنه قاضیان لري او لږ تر لږه د ۳ قاضیانو په حضور سره عادي کار کوي. له دې امله چې امریکې په وروستیو کلونو کې د نويو قاضيانو د ټاکلو مخنیوی کړی، د ۲۰۱۹م کال په ډسمبر کې دغه محکمه کې یوازی یو قاضي پاتی و او عادي کارونه يې وځنډول شول. د ۲۰۲۰م کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې د دغې محکمې ټول قاضيان وتلي دي.

ولې امریکې دغه شان عملونه غوره کړي؟ شنونکو په اشارې وویل، د نویو اقتصادونو په ودې سره، امریکا فکر کوي چې اوس د سوداګرۍ نړیوال سازمان د خپلو ګټو د ساتلو په ګټه نه دی. واشینګټن په وروستیو کلونو کې د خپلې سوداګرۍ ساتنې یو لړ پالیسې پلې کړي او د چین او اروپايي ټولنې پر وړاندې يې د سوداګريزې جګړې راپورته کړې دي. د واشنګټن په اند، که د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ځان لپاره کار نه کوي، نو د شخړې حلولو میکانیزم دې معيوب پاتې شي او د امريکې ګټې بايد خوندي وي او زيان ورته ونه رسيږي.

د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د شخړې حلولو میکانیزم د کارپوهانو ګروپ محاکمه شوې چې واشنګټن په ۲۰۱۸م کال کې د فولادو او المونیمو پر وادرونکو تولیداتو د ګمرکي تعرفې د زیاتېدو په شمول عملونو د یاد سازمان له مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده. خو امریکې نه یوازې دغه محاکمه نه ومنله، بلکې د استيناف محکمې د کار نه کولو په پلمه يې دعوا وکړه او غوښتي يې چې د کارپوهانو ګروپ د يادې محاکمې اجرا کول د تل لپاره وځنډېږي. د دې عمل د ډېرو هېوادونو له نارضایت سره مخ دی.

د واشنګټن سیاستوالو تل د مقرراتو مراعات ویلي، خو دوی په حقیقت کې يوازې د ځان په ګټه مقررات کاروي، که داسې نه وي، نو مقرارت به يې له پامه وغورځوي.

د بایډن حکومت تر لوړې وروسته د لویو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ په پلمه د ملي امنیت مفهومونه يې په ناقوني توګه پراخ کړي او د سوداګرۍ له ډېرو نړیوالو مقرراتو يې سرغړونه کړي دي. مثلاً د نورو هېوادونو پر تصدیو او شرکتونو ناقانونه بندیزونه يې لګولي، (Chips and Science Art of 2022)د چپس او ساینس عمل مصوبه او د انفلاسیون د کمښت مصوبه يې وړاندې کړه. د واشینګټڼ يادو عملونو د ګردې نړۍ صنعتي ځنځیر او عرضې ځنځير سخت زیانمن کړی چې د ازادې سوداګرۍ له اصولو او د سوداګرۍ نړیوال سازمان له مقرراتو سره ټکر وو.

نړیوال مقررات نه شي کولای چې یوازې د امریکې لپاره خدمتونه کوي. د امریکې ځينو سیاستوالو غوښتي چې په زور سوداګریز کړکیچ حل کړي او نور هېوادونه اړ دي چې سر ورته ټيټ کړي، دغه عملونه يې بیخي د منلو وړ نه دي.